اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی)د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د نومبر په 24مه نې??ه د بېلاروس د پلاوي او په 25 مه نې??ه د بېلاروس د ولسمشر د دورې په ??ناظر کښې به اسلام آباد په هر ډول محفوظ جوړولے شي ٬ هر هغه تن كوم چې په ??سلام آباد کښې د امن وضعې ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي٬ دا ځل به په ??سلام آباد كښې قانون خپل لاس كښې اخستونكے كوم وګړے بېرته لېږلے نه شي۔ د داخله چارو وفاقي وزير د پوليس فورس مورال لوړولو لپاره د خالي په ورځ پوليس لائنز ته لاړو۔ په ??ې موقع وفاقي وزير په پوليس لائنز كښې خپل خطاب كښې ووئيل د نومبر په 24مه نې??ه د بېلاروس پلاوي او په 25م نومبر د بېلاروس ولسمشر د پاكستان دوره كوي ٬ د دې په ??ناظر کښې به مونږ له په هر صورت اسلام آباد محفوظ ښار جوړول وي٬ ده ووئيل پولیس فورس له به دا باوري كولو له د یو ټیم په ??وګه کار كول وي۔ محسن نقوي ووئ??ل هر هغه څوک چې د اسلام آباد امن او ??ما?? ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي ٬ دا ځل چې څوك هم په ??سلام آباد کښې قانون په لاس کښې اخلي هغه به بېرته لېږلے نه شي۔ ده وویل چې د خلکو ٬ د پولیس او قانون نافذونکو افسرانو ژوند په مونږ زيات ګران دے۔ ده هدايت وكړو چې د وظیفې ترسره كولو په مهال به تاسو له ټول حفاظتي س??ما?? كارول او احتياطي تدبيرونه اختيارول وي۔ پوليس فورس له به هېلمټ او حفاظتي جېكټس هم كارول وي۔ محسن نقوي ووئيل دا ځل به هیچا ته په وفاقي پلازمینه کښې د امن وضعيت ته د زيان رسولو اجازه وركولې نه شي٬ امن په ځاے ساتلو او د وګړو د ځان او املاك حفاظت له به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ په ??ې موقعه د اسلام آباد آئي جي ٬ چيف كمشنر ٬ ډي آئي جي اسلام آباد ٬ پوليس او ګڼ شمېر پوليس افسران موجود وو۔
Nguồn bài viết : Livescore